په بدخشان ولایت کې د سويې د تثبيت آزموینه واخیستل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۳:۴۵
شسیبل

د بدخشان ولایت پوهنې ریاست، د افغانستان.ا.ا. له شاوخوا ۳۴۰ تنو م.جاهدینو څخه د هغوی د سویې د تثبیت آزموینه واخیستله.

د بدخشان پوهنې رئيس مولوي محراب الدین اقبال ، د یاد رياست منسوبینو، يو شمېر استادانو او علماء کرامو د یادې آزموینې لړۍ له نیږدې ولیده او ګډون والو ته یې د پوره روڼتیا ډاډ ورکړ.

نوموړي د ج.هاد په دوره کې د دوى د دندو د ستاينې سربېره مسئولينو ته د عادلانه چلند سپارښتنه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې د آزموينې د پايلو له ارزونې وروسته به نوماندان د خپلو زده کړو د دوام په موخه، د هغوی د سويې سره سم د ښوونځيو په یوولسم او دولسمو ټولګیو کې شامل شي.

په ورته مهال د آزموینې څو تنو ګډون والو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د زده کړې د آسانتياوو د برابرولو په برخه کې يې د پوهنې وزارت د مشرتابه هلې ځلې وستايلې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS