د پوهنې وزارت د ودانۍ په انګړ کې د افغانستان اسلامي بانک د ATM ماشین دستګاه فعاله شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۳:۴
111

د پوهنې وزارت او د افغانستان اسلامي بانک د مرکزي دفتر ترمنځ د ځانګړي هوکړه ليک په بنسټ، د بانکي آسانتیاوو د برابرولو په ځانګړي ډول د پوهنې وزارت د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په موخه، د دغه بانک ATM ماشین د ياد وزارت د مرکزي ودانۍ په انګړ کې پرانیستل شو. د يادې دستګاه د پرانيستلو پر مهال د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې معين مولوي صبغت الله وصيل، يو شمېر مسئولينو، کارکوونکو او د افغانستان اسلامي بانک رئيس هم حضور درلود. د پوهنې وزارت معين د ياد وزارت په مرکزي ودانۍ کې د پیسو ترلاسه کولو اتومات ماشین د فعاليت په برخه کې د یاد بانک له دغه نېک اقدام څخه مننه وکړه. له بلې خوا د افغانستان اسلامي بانک رئيس هم د بانکي خدمتونو په برخه کې د آسانتياوو برابرول د ياد بانک له بنسټيزو دندو څخه وبلل او په دې برخه کې يې خپلو هېوادوالو ته د لا زياتو خدمتونو د وړاندې کولو ژمنه وکړه. د اتوماتیک ATM ماشین د پرانیستلو مراسم د پوهنې وزارت د معين او د یاد بانک د رئیس له لوري د پټۍ په پرې کولو او د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS