د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۱:۴۶
22

هلمند

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د وزیر محمد اکبر خان په عالي لېسه کې، په اړینو ښوونیزو تجهیزاتو سنبال یو باب کتابتون او لابراتوار پرانیستل شول.

یاد کتابتون د دغه ولايت د پوهنې رياست له لوري د مرستندويه بنسټونو په همکارۍ جوړ شوى، چې شاوخوا ۶ زره ټوکه درسي کتابونه لري.

ياد لابراتوار د پنځوسو زده کوونکو ظرفيت لري، چې په پرمختللو تخنیکي او ښوونیزو وسایلو سنبال دی.

کاپیسا

د کاپيسا ولايت مرکز اړوند د «ده بابا علي» کلي يو شمېر ديني علماوو او قومي مخورو د یاد ولايت له پوهنې رئيس سره وکتل.

په یاده غونډه کې قومي مخورو د خپلو ستونزو او وړانديزونو د وړاندې کولو پر مهال، په خپله سیمه کې د یو باب ښوونځي د تاسیس کېدو غوښتنه وکړه.

زابل

د زابل ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په مرکز کلات ښار کې د مدارسو او دارالحفاظونو د یو شمېر استادانو او مسئولینو لپاره یو ورځنی ښوونیز سیمینار جوړ کړ.

په یاد سیمینار کې د پوهنې ریاست روزونکو، کارکوونکو ته په اداري او تدریسي چارو کې روزنه ورکړه.

پنجشېر

د پنجشېر ولايت پوهنې رياست د دغه ولايت د مدارسو او دارالعلومونو د ۱۰۰ تدريسي او اداري بستونو د ډکولو په موخه، له نوماندانو څخه رقابتي آزموينه واخيسته.

د یاد رياست مسئولينو په دې اړه معلومات وړاندې کړل او ویې وويل: د دغه پروسې بريالي کسان به د همدې رياست په اړوندو بېلا بېلو برخو کې د استادانو او اداري کارکوونکو په توګه وګمارل شي.

کاپیسا

د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست په یاد ریاست کې د ۳ خالي بستونو د ډکولو په موخه، له ګډون والو څخه رقابتي آزموینه واخیسته.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۴۴
Background image

پکتیکا ولایت کې د څه باندې ۴۶۰ زره افغانیو په لګښت د یو شمېر ښوونځیو لپاره لابراتوار خونې جوړې شوې

د پکتیکا ولایت د زیړوک، اومنه ارګون او یوسف خېل ولسوالیو څلورو لېسو لپاره د پوهنې له بودیجې څخه د ۴۶۶ زره ۴۹۵ افغانیو په لګښت مجهزې لابراتوار خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۲۷
Background image

په دایکنډي ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دایکنډي ولایت شهران ولسوالۍ اړوند د مملوق لېسې د ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، چې د وه نیم جرېبه ځمکه یې د دوه مېلیونه افغانیو په لګښت د یادې ولسوالۍ د خلکو لخوا د همدغې لېسې جوړولو لپاره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د مرکز او ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

- کابل:
د کابل ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو او مسئولینو لپاره (د راپور لیکلو او آنلاین راپور ورکولو) په نوم یو ورکشاپ پرانیستل شو، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

- پکتیا:
د پکتیا ولایت د. . .

BACK TO NEWS