د کونړ ولایت د مشرتابه له لوري د یاد ولایت پوهنې رئیس وستایل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۱۰:۵۹
1

د کونړ ولایت د پوهنې رئیس مولوي محب الله حیدري، د ښوونیز وضعیت د لاښه والي، د خیریه بنسټونو د مرستو جلبولو، له پاکستان څخه د راستانه شویو کډوالو ماشومانو لپاره د لازمو ښوونیزو آسانتیاوو د برابرولو او د یاد ولایت لیرې پرتو کلیوالو سیمو ته د ښوونځيو او مدارسو د پراختیا له امله، د یاد ولایت د مشرتابه له لوري د ستاینلیک په ورکولو سره وویاړل شو.
نوموړي په خپلو خبرو کې د کونړ ولایت د مشرتابه له لورې د ستاینې څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په یاد ولایت کې به د پوهنې د ودې او پراختیا په برخه کې خپلې هڅې لاپسې زیاتې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۴۴
Background image

پکتیکا ولایت کې د څه باندې ۴۶۰ زره افغانیو په لګښت د یو شمېر ښوونځیو لپاره لابراتوار خونې جوړې شوې

د پکتیکا ولایت د زیړوک، اومنه ارګون او یوسف خېل ولسوالیو څلورو لېسو لپاره د پوهنې له بودیجې څخه د ۴۶۶ زره ۴۹۵ افغانیو په لګښت مجهزې لابراتوار خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۲۷
Background image

په دایکنډي ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دایکنډي ولایت شهران ولسوالۍ اړوند د مملوق لېسې د ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، چې د وه نیم جرېبه ځمکه یې د دوه مېلیونه افغانیو په لګښت د یادې ولسوالۍ د خلکو لخوا د همدغې لېسې جوړولو لپاره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د مرکز او ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

- کابل:
د کابل ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو او مسئولینو لپاره (د راپور لیکلو او آنلاین راپور ورکولو) په نوم یو ورکشاپ پرانیستل شو، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

- پکتیا:
د پکتیا ولایت د. . .

BACK TO NEWS