د پوهنې وزارت سرپرست فراه ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۴:۰
12

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوی، د هېواد د ولایتونو د پوهنیز وضعیت د ارزونې په دوام نن فراه ولایت ته ورسېد.

د پوهنې وزارت سرپرست د یاد ولایت د پوهنې ریاست له منسوبینو سره په کتنه کې، سویل لوېدیزو ولایتونو ته د پوهنې وزارت د مشرتابه د سفر اساسي موخه بیان کړه.

دغه راز نوموړي ديني او عصري علوم د هېواد د پرمختګ او د ټولنې د سمون بنسټ وباله او څرګنده يې کړه، چې د پوهنې وزارت د هېواد په ټولو برخو کې د ښوونيزو بنسټونو د جوړولو او د درسي کيفيت د لوړولو په برخه کې پرله پسې هلې ځلې کوي.

د پوهنې وزارت سرپرست زیاته کړه: لله الحمد، د الله تعالی په فضل او کرم او د شهیدانو د وینو او قربانیو په برکت سره اوسمهال په ټول افغانستان کې د محمدي سنتو د پلي کېدو لړۍ روانه ده او دا یو الهي نعمت دی.

همدارنګه نوموړي وویل، چې د مدارسو او ښوونځیو تر منځ به هغه واټن له منځه یوسي، کوم چې د تېرو حکومتونو له لوري رامنځته شوی دی او له مامورینو یې وغوښتل، تر څو له مراجعینو سره ښه چلند وکړي او خپلې چارې پر ټاکلي وخت د اصولو مطابق ترسره کړي.

ورپسې د فراه ولایت د پوهنې ریاست اداري آمر د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دغه پلاوي د وړاندیزونو او لارښوونو د پلي کولو ډاډ ورکړ.

په پای کې د پوهنې ریاست مسئولینو یو لړ وړاندیزونه او ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.

غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۴۴
Background image

پکتیکا ولایت کې د څه باندې ۴۶۰ زره افغانیو په لګښت د یو شمېر ښوونځیو لپاره لابراتوار خونې جوړې شوې

د پکتیکا ولایت د زیړوک، اومنه ارګون او یوسف خېل ولسوالیو څلورو لېسو لپاره د پوهنې له بودیجې څخه د ۴۶۶ زره ۴۹۵ افغانیو په لګښت مجهزې لابراتوار خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۲۷
Background image

په دایکنډي ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دایکنډي ولایت شهران ولسوالۍ اړوند د مملوق لېسې د ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، چې د وه نیم جرېبه ځمکه یې د دوه مېلیونه افغانیو په لګښت د یادې ولسوالۍ د خلکو لخوا د همدغې لېسې جوړولو لپاره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د مرکز او ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

- کابل:
د کابل ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو او مسئولینو لپاره (د راپور لیکلو او آنلاین راپور ورکولو) په نوم یو ورکشاپ پرانیستل شو، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

- پکتیا:
د پکتیا ولایت د. . .

BACK TO NEWS