په بامیان ولایت کې ښوونیز او روزنیز ټولګي پرانیستل شول

د باميان ولایت پوهنې رئيس الحاج مولوي رحمت الله قندیلي، په یاد ولایت کې د نړيوال سازمان د بنسټونو د ساتنې قومندانۍ اړوند د ۲۶ تنو منسوبینو لپاره د قرآن کريم او د سواد زده کړې ټولګي پرانيستل.
د پوهنې رئیس د علومو او سواد زده کړه په ارزښت خبرې وکړې او د ټولنې نور وګړي یې هم د دیني او عصري علو زده کړې ته وهڅول.
دغه راز په باميان ولایت کې د نړيوالو بنسټونو د ساتنې قطعې قوماندان الحاج عبدالرقيب حمزه د یاد ولایت له پوهنې رياست څخه د سواد
زده کړې ټولګيو د جوړولو له امله مننه او قدرداني وکړه.
یاد مراسم د سواد زده کړې په زده کوونکو د درسي موادو په وېشلو او د دعایئې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.