د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۴:۱۱
13

بامیان

د باميان ولايت پوهنې رئيس مولوي رحمت الله قنديلي په مشرۍ، د خصوصي انسټیټیوټونو له مسئولينو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

په یاده کتنه کې د باميان ولايت پوهنې رئيس ټينګار وکړ، چې ټول انسټیټیوټونه او خصوصي بنسټونه دې د اسلام د مبارک دین احکام او اصول په نظر کې ونيسي او له بې وزلو زده کوونکو سره دې په ښوونیز ‌ډګر کې جدي همکاري وکړي.

پروان

د پروان ولایت پوهنې ریاست اداري غونډه، د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د نیمه بشپړو شویو پروژو د بشپړېدو، په زیانمنوشویو ښوونځیو کې د استنادي دېوالونو د جوړولو، د بې ودانیو ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو او په ۴۰ بابه ښوونځیو کې د کمپیوټري ټولګیو د پاتې کارونو د بشپړېدو په اړه لازمې خبرې او پریکړې وشوې.

نیمروز

د نيمروز ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي ګل احمد حقاني، د ښوونځيو د اداري او تدريسي چارو د څارنې په موخه، د یاد ولايت کنګ ولسوالۍ ته ولاړ.

دغه راز نوموړي د پوهنې د ستونزو د څېړلو پر مهال، د ښوونکو درسي پلان او د زده کوونکو ښوونیزه کچه وارزوله.

سمنګان

د سمنګان ولایت پوهنې رئیس مولوي محراب الدین اقبال، د یاد ولایت د نمبر ۲ مرکزي لېسې د ښوونکو تدریسي بهیر او د زده کوونکو د زده کړې کچه له نېږدې ولیدله.

غزني

د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني په مشرۍ، د یاد ولایت د پوهنې ریاست اداري غونډه جوړه شوه.

په دغه ناسته کې د دولتي او خصوصي ښوونیزو ادارو مسئولینو د خپلو لاسته راوړنو او کړنو راپور وړاندې کړ او د راتلونکې میاشتې لپاره یې اړوند پلانونه د غونډې له ګډون والو سره شریک کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۱:۳۰
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت اټغر ولسوالۍ د پشي‌کاریز لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ښوونځي د تعلیمي شورا په مالي ملاتړ او د سیمه‌ییزو مسوولینو په حضور کې کېښودل شوه.
د دغې ولسوالۍ پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۱:۲۶
Background image

د جوزجان ولایت په یو باب دارالحفاظ کې د یو محراب جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ولایت د شبرغان ښار اړوند کوک‌ګنبد سیمې په ابوایوب انصاري دارالحفاظ کې د یو محراب جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یاد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۱:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو باب دارالحدیث بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پکتیا ولایت څمکنۍ ولسوالۍ اړوند د حقانیه مجیدیه دیني مدرسې لپاره د یو باب دارالحدیث بنسټ ډبره، د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لومړني لګښت، د یوه متدین او علمي شخصیت په مالي مرسته او د یاد. . .

BACK TO NEWS