په سرپل ولایت کې یو باب دیني مدرسه تاسيس شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۱:۵
65

د پوهنې وزارت له لوري، د سرپل ولایت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې "د بنات علامه ابن همام" په نوم د نجونو يو باب ديني مدرسه، د یاد ولایت د پوهنې مشرتابه، دیني علماوو، د سیمه ییزو ادارو مسئولینو او قومي مخورو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې تاسيس شوه.

د سرپل ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد رحماني په اسلام کې د ښځو د حقونو په تړاو تفصيلي خبرې وکړې.

ورپسې څو تنو ديني علماوو د د يادې موضوع په تړاو د خبرو ترڅنګ، د پوهنې وزارت او د سرپل ولايت پوهنې رياست له پلانونو او پروګرامونو خپل ملاتړ اعلان کړ.

په پای کې د سرپل پوهنې رئيس له لوري "د بنات علامه ابن همام" ديني مدرسه د پټۍ په پرېکولو سره پرانيستل شوه.

مراسم د دعائيې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS