په پکتیا ولایت کې د ۸ بابه ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړېږي

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۲:۲
fgd

پوهنې په برخه کې د یو همکار بنسټ مسئولینو، د پکتیا ولایت له پوهنې ریاست مشرتابه سره د یوې غونډې په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې په یاد ولایت کې به د ۸ بابه ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړي.

د یاد ولايت پوهنې رياست اداري مرستيال وايي، چې دغه مرسته کوونکي بنسټ د يادو ښوونځيو د جوړېدو ټول مالي لګښت پر غاړه اخيستى دى.

نوموړي څرګنده کړه، په دې تړاو د ياد ولايت پوهنې رياست يوې کمېټې ته دنده سپارلې، تر څو د هغو ښوونځيو په اړه سروې ترسره کړي، چې ودانۍ او مناسب درسي چاپېریال نه لري.

په پام کې ده، چې سروې له بشپړیدلو وروسته ژر تر ژره د یادو ښوونځیو د جوړولو عملي چارې پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS