د هېواد د پوهنې پخواني وزیر ډاکټر فاروق وردګ د یاد وزارت له سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۱:۴۰
fdhdf

د پوهنې پخواني وزیر ډاکټر فاروق وردګ، د افغانستان ا.ا. د پوهنې وزارت له سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل.

په یاده کتنه کې ښاغلي ډاکټر فاروق وردګ د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه د یاد ملاقات لپاره د وخت ځانګړي کولو له امله مننه وکړه او د افغانستان ا.ا. له حاکمیت را په دېخوا یې په هېواد کې د پوهنې وزارت د کړنو او لاسته راوړنو د ستایلو ترڅنګ، د هېوا په ټولو برخو کې د مدارسو او ښوونځیو په ګډون د ټولو ښوونیزو بنسټونو د پراختیا او تاسیس په برخه کې ترسره شوي فعالیتونه د پام وړ وبلل.

نوموړي وویل، دی چمتو دی، چې خپلې ټولې وړتياوې او تجربې په افغانستان کې د پوهنیز نظام د لازیات پرمختګ په موخه، د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.

ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د پوهنې پخواني وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د یاد وزارت مشرتابه په دې باور دی، چې لکه څنګه چې د یوې ټولنې وګړي اوبو ته اړتیا لري، موږ هم د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو لا پیاوړتیا او زده کړې ته هم جدي اړتیا لرو او زه تاسو ته ډاډ درکوم، چې د پوهنې وزارت د ځانګړو ښوونیزو او روزنیزو پلانونو په پلي کولو سره به وکولای شو، د پوهنیز نظام په برخه کې ټولې شته ستونزې له منځه یوسو او ډېر ژر به دې موخې ته ورسېږو.

نوموړي زیاته کړه: له ستاسو او هغو هېوادوالو څخه هرکلی کوو، چې د ښوونیز نظام د لاپیاوړتیا او بډاینې په برخه کې خپلې علمي تجربې له موږ سره شریکوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS