د هرات ولایت پوهنې ریاست د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا آمریت کادري غړو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل کړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۲:۲۵
dsf

د هرات ولايت پوهنې رياست د مسئولينو د څرګندونو له مخې: د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست د تخنیکي روزونکو له خوا د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر او مسئولینو په حضور کې (د اغېزمن تدریس او زده کړې د پراختیا )سیمینار د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا آمریت د علمي غړو وړتیا لوړولو او پياوړتيا په موخه پرانیستل شو.

د دغه ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د ياد ولايت پوهنې رئيس وويل، د کارکوونکو د علمي وړتیاوو لوړولو په موخه د دا ډول ورکشاپونو په لاره اچول خورا اغېزمن دي.

د يادونې وړ ده، چې په دغه ۸ ورځني ورکشاپ کې د مرکز د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختيا آمریت او د ولسواليو د پوهنې آمریتو ١٢٨ تنو علمي غړو برخه اخيستې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS