د کونړ ولایت پوهنې رئيس د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۲:۲۷
ffffffgh

د کونړ ولایت پوهنې رئيس مولوي محب الله حیدري د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین، الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده سره د لیدنې پر مهال، د یاد ریاست د پرمختګونو او کاري ستونزو په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل.

د یادې ناستې په دوام، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د کونړ ولایت د پوهنې ریاست د کړنو د ستاینې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د وړاندیزونو او د پوهنې د ستونزو د حل په برخه کې به د همدغه ریاست له مشرتابه سره همکاري وکړي.

په پای کې پوهنې رئیس د اسلامي زده کړو له معین څخه مننه وکړه، چې د خپلو کاري بوختیاوو سره سره یې د لیدنې لپاره خپل وخت ځانګړی کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS