*د پوهنې وزارت خبرتیا*

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۳۸
jdfhfd

*د پوهنی وزارت د اصول صنفي ښوونکو بستونو لپاره د غوښتونکو د پام وړ!*

ټول هغه محترم غوښتونکي چې د پوهنې وزارت د پنځم، شپږم اداري او ښوونکو ۸۱۶۵ بستونو له ډلې څخه، د اصول صنفي ښوونکو د رقابتي آزموینې په پروسه کې شامل شوي دي، کولای شي، د یاد وزارت د نصاب له لاندې علمي سرچینو څخه استفاده وکړي:

* د آزموینې لپاره له ټاکل شویو سرچینو سره سم د پوښتنو شمېر او ترکیب:

1-- د دعوت او ارشاد له نصاب څخه ټولټال ۱۰ پوښتنې.

۲- د پیداګوژیکي برخې څخه ۱۵ پوښتنې (کتاب INSET 1).

۳--د ښوونیزې او روزنیزې ارواپوهنې برخې څخه (د پوهاند عبدالمنان حقیار کتاب څخه) ۱۵ پوښتنې.

۴- د نصاب مطابق د لسم، یوولسم او دولسم ټولګيو دیني علومو له مضمونونو څخه ۲۰ پوښتنې.

۵- د نصاب مطابق د لسم، یوولسم او دولسم ټولګيو له ریاضي مضمونونو څخه ۲۰ پوښتنې.

۶- د نصاب مطابق د لسم، یوولسم او دولسم ټولګيو پښتو او دري مضمونونو څخه ۲۰ پوښتنې.

د پوهنې وزارت

د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۵۰
Background image

رسنیز بلنلیک

په پلان کې ده چې د مسئولینو لخوا، د کابل ښار ښوونځیو اړوند د بدني روزنې (۳۰ تنو) ښوونکو ته د ښوونیز او مسلکي سیمینار د پای مراسمو کې تصدیق پاڼې ووېشل شي، کوم چې د پوهنې وزارت د اساسي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

په هرات ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره د ترافیکي نښو او ماینونو خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو

د هرات ولایت پوهنې ریاست، د ګذرې ولسوالۍ د روضه باغ او وزیر فتح خان ښوونځیو د ۳۰۰ تنو زده‌کوونکو لپاره د ترافیکي نښو - اشارو او د ماینونو او ناچاوده توکو خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۰:۳۶
Background image

د پکتیا ولایت له ۳ بابه ښوونځیو سره د څه کم ۲۵۰ زره افعانیو مرسته وشوه

د ښوونځیو زده کونکو ته د زده کړې لاښه لاسرسي په موخه، د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ د خلکو لخوا د دولت زی، باتور او ایمني لېسو سره د ۲۴۳ زره افغانیو مالي مرسته شوې ده، چې د درسي خونو د. . .

BACK TO NEWS