د بامیان ولايت پوهنې رهبرۍ له لوري، د ساینس ستوري سیالیو ممتاز زده کوونکی وستايل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۱۱
dsfdd

په دې وروستیو کې د ساینسي موضوعاتو په اړه هغه علمي سیالۍ چې د پوهنې وزارت له خوا د هېواد په کچه په ټولو ولایتونو کې د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ په لاره اچول شوې وې، په ترڅ کې یې د بامیان ولایت د یو ښوونځي زده کوونکي عزیزالله په یادو سیالیو کې دویم مقام خپل او د همدغه ولایت د مشرتابه پلاوي له خوا وستایل شو. په یادو مراسمو کې د بامیان والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي، پوهنې رئیس، مسئولینو، علماءکرامو، د سیمه ییزو ادارو چارواکو او قومي مخورو حضور درلود. په پیل کې د یاد ولایت والي دغه زده کوونکي ته چې د هېواد په کچه یې د ساینس ستوري په سیالیو کې دویم مقام خپل کړی و، د بریا مبارکي وویله او په خپلو خبرو کې یې د بااستعداده ځوانانو د ستاینې د ارزښت په اړه تفصیلي خبرې وکړې. ورپسې د ياد ولايت پوهنې رئيس هم د موضوع په اړه وینا وکړه. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د پوهنې وزارت به د ځوانانو د علمي کچې لوړولو لپاره خپلې هڅې لاپسې ګړندۍ کړي. د ویناوو په پای کې عزیزالله چې د هېواد په کچه یې په ساینسي مضامینو کې دویم مقام ګټلی و، د مسئولینو له لوري په جایزو او ډالیو وویاړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS