د کابل ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې د ۲۸۹ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو څاګان وکیندل شول

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۹:۵۹
kjh
د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې د آقا سرای، امیر حبیب الله، خواجه او بوینقره ښوونځیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د څلورو حلقو څاګانو کیندلو پروژه، چې څه موده وړاندې د ۲۸۹ زره ۷۰۰ افغانیو لګښت سره د کابل ولایت د پوهنې ریاست په همکارۍ د یو تن معارف دوست شخص له لوري پیل شوې وه، نن د کابل ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني له خوا پرانیستل شوه.
د کابل ولایت پوهنې رئیس له یادو ښوونځیو څخه د لیدنې او کتنې پرمهال د څښاک پاکو اوبو ته د زده کوونکو لاسرسي په موخه د دغو څاګانو له کیندلو هرکلی وکړ.
د پوهنې وزارت رهبري د ښوونیز نظام لاښه والي په برخه کې د هېواد د خلکو له مادي او معنوي ملاتړ مننه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS