له مرکز او ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۰:۴۴
45

- کابل ښار
د کابل ښار ښوونځیو لپاره د کرایي کورونو قرارداد غځولو پروسه، د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط «حقاني» په حضور کې پیل شوه.

- بامیان:
د بامیان ولایت کهمرد ولسوالۍ اړوند د بنق سیمې خلکو د احمدیه مدرسې لپاره یو جرېب ځمکه، چې اټکل شوی لګښت یې له ۵۰۰ زره افغانیو څخه زیات دی، وقف کړه.

- بدخشان:
د بدخشان ولایت شهدا ولسوالۍ د ښوونځیو آمرینو او سرښوونکو لپاره د "اعېزمنې زده کړې او پوهې ترویج" تر سرلیک لاندې ۶ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.

- پروان:
د پروان ولایت په ښوونځیو کې د صنفي اصولو دورې ۱۷۲ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، روزنیز ورکشاپ پرانیستل شو او ټاکل شوې ده، چې د شپږو ورځو لپاره دوام وکړي.

- غزني:
د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست پلاوي غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د پوهنې له مسئولینو، د ښوونځیو له آمرینو او مدیرانو سره وکتل او هغوی ته یې د خپلو دیني او مسلکي مسؤلیتونو په تړاو هراړخیز معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت امر بالمعروف او نهی عن المنکر په تنفیذ کمېټه کې په یو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحث وشو.
په ورته مهال د دعوت او ارشاد رياست مسٸولينو لخوا د مرکزي هستې ټولو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو محترم رئیس په کاري سفر ننګرهار ولایت ته لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم شیخ محمد شریف حلیمي او د پوهنې له آمرینو سره وکتل.
د ناستې په پیل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست پلاوي پنجشېر ولايت ته رسمي سفر وکړ

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست مرستیال محترم مولوي بسم‌الله حسان پنجشېر ولایت د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د ياد ولايت پوهنې ریاست سرپرست، پوهنې مسئولینو، د ولسوالیو  پوهنې آمرينو،. . .

BACK TO NEWS