د لوګر ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت درسي توکو مرسته وشوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۱:۳
25

د یوې همکارې ادارې لخوا د لوګر ولایت پوهنې ریاست سره د درسي توکو ۲۲۴۶ کڅوړو مرسته وشوه، چې لګښت یې ټولټال۲۴۵زره امریکایي ډالر اټکل شوی دی.

دا کڅوړې، چې هره یوه یې ۱۰ قلمه درسي توکي لري، د ۲۰ تنو زده کونکو لپاره د کارونې پر اساس چمتو او ټاکل شوې ده، چې د لوګر ولایت پوهنې ریاست لخوا د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم د یاد ولایت د ۲۸۷ بابه ښوونځیو پر شاوخوا ۴۴۹۲۰ تنو زده کونکو ووېشل شي.

د لوګر ولایت پوهنې رئیس الحاج عبدالرحمن حمیدي د یادو درسي موادو مرسته د زده کونکو د تعلیمي بهیر لاپیاوړتیا لپاره اغېزمنه وګڼله او دې دا ډول مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.

د پوهنې وزارت مشرتابه د ټولو همکارو ادارو له مادي او معنوي مرستو څخه مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS