د پوهنې وزارت د معلوماتي ټکنالوژي د رئيس الحاج قاري سیف الله آخندزاده د وفات په مناسبت د پوهنې وزارت د تسلیت پیغام

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۵:۲
14

بسم الله الرحمن الرحیم

په ډېره خواشیني سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پوهنې وزارت د معلوماتي ټکنالوژي رئیس الحاج قاري سیف الله آخندزاده د ګاز نیونې له امله وفات شو. انا لله و انا الیه راجعون.

د پوهنې وزارت د نوموړي وفات د یاد وزارت او په ټوله کې د اسلامي امارت لپاره یوه ستره ضایعه ګڼي، نوموړي ته دجنت الفردوس دعا کوي، کورنۍ، دوستانو او متعلقینو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي او ورته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.

مرحوم الحاج قاري سیف الله آخندزاده یو عالم، حافظ، مجاهد، مخلص، هیواد، ملت او د اسلامي امارت ارمانونو ته یو ژمن شخصیت وو، په دیني او عصري علومو سنبال وو، تر فتحې مخکې یې د اسلامي امارت د سیاسي او تعلیمي کمېسیونونو په چوکاټ کې نه هیرېدونکي خدمتونه سرته رسولي دي، تر فتحې وروسته د پوهنې وزارت د معلوماتي ټکنالوژي ریاست د رئیس په توګه وټاکل شو او د یاد وزارت لپاره یې نه هيرېدونکي خدمتونه ترسره کړل.

الله تعالی دې د نوموړي ټول جهادي، دعوتي او تعلیمي خدمتونه او حسنه اعمال په خپل دربار کې په قبول حسن سره قبول او منظور وګرځوي. آمین

الحاج مولوي حبیب الله آغا

د پوهنې وزارت سرپرست

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS