د لوګر ولایت د ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د درسي کتابونو وېش لړۍ پیل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۲
54

د لوګر ولایت پوهنې ریاست پورې اړوندو ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د ۳۱ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د کتابونو او درسي موادو وېش پروسه پیل شوه.

یاد کتابونه او تعلیمي مواد د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې لخوا چمتو شوي دي، چې ټولټال لګښت یې شاوخوا ۳۱ مېلیونه او ۴۹۳ زره افغانۍ اټکل شوی دی.

په یادو درسي موادو کې، د اصول صنفي ټولګیو ۱۱۸ زره ۶۹۸ ټوکه درسي کتابونه، د ښوونځیو لپاره ۲۵۸ اداري کڅوړې، د ښوونکو لپاره ۲۰۰۳ دتدریسي موادو کڅوړې، د زده‌کوونکو لپاره درسي موادو ۲۵۶۵ کڅوړې او د مارکرونو د رنګونو ۱۰۹ بستې شاملې دي، چې د ټاکل شوي سهم سره سم به د یادو ښوونځیو د ۲۰۰۳ تنو ښوونکو او ۵۱ زره ۳۰۰ تنه زده‌کوونکو ته ووېشل شي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د همکارو ادارو له دوامداره مرستو څخه مننه او ستاینه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS