په لوګر کې د یو باب ښوونځي لپاره د څښاک پاکو اوبو سیسټم فعال شو

د لوګر ولایت برهکي برک ولسوالۍ اړوند د عمران خېل ښوونځي لپاره د څښاک پاکو اوبو رسولو سیسټم جوړ او فعال شو.
یاد سیسټم د دوو تنو سیمه ییزو اوسېدونکو (سییر قریشي او سمسور) په مالي ملاتړ فعال شو، چې شاوخوا ۶۴ زره ۳۰۰ افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د همدغه سیسټم فعالولو لپاره، د ۶۲ متره په ژوروالي یو حلقه څاه کیندل شوې او ۴ لمریز تختې پرې نصب شوې، چې د ادارې له ۴۰۰ تنو څخه زیاتو منسوبینو او زدهکوونکو ته یې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې.