د زابل ولایت د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۷
54

د زابل ولایت پوهنې ریاست په قلات ښار او ولسوالیو کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا، پوهنې آمرینو او یو شمېر علمي غړو لپاره د عملیاتي پلان پلي کولو په موخه، یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړ.

په یاد پروګرام کې ګډون‌والو ته د تعلیمي او اداري چارو لا ښه تنظیم، روڼتیا، د تعلیمي کیفیت لوړولو او په اغېزمنه توګه د عملیاتي پلانونو پلي کولو په اړه مفصل معلومات ورکړل شول.

د یادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت دا ډول روزنیز سیمینارونه د تعلیمي سیسټم لاپیاوړتیا او د چارواکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره خورا مهم او اغېزمن ګڼي او تل یې هڅه کړې چې دغه ډول پروګرامونه په ټول هېواد کې پلي کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS