په میدان وردګ ولایت کې د افغان-ترک ښوونځي د لیلیې بیارغونې چارې بشپړې شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۱۸
jh

په میدان وردګ ولایت کې د افغان-ترک ښوونځي د لیلیې بیارغونې او ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، اوسمهال د ۳ مېلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او په رسمي ډول د پوهنې رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت او د یاد ولایت د علماوو شورا رئیس شیخ عبدالهادي فضلي له لوري رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د چارواکو په وینا؛ دغه لیلیه، چې په عصري بڼه جوړه شوې، ۳۲ خونې، یو محراب او د زده‌کوونکو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې لري.

د پورته ذکر شوي لیلیې د پرانیستې په مراسمو کې، د میدان وردګوولایت پوهنې محترم رئیس د افغان-ترک ښوونځي د چارواکو او د ترکیې د همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل؛ ترکیه یو اسلامي هېواد دی چې د افغانستان له خلکو سره یې په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې او زده‌کوونکي یې هڅولي چې په خپلو زده‌کړو کې زیاتې هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده چې دا مهال په دې ښوونځي کې د میدان وردګ، پکتیا، غزني او پکتیکا ولایتونو څخه د اووم ټولګي تر دولسم ټولګي پورې ۱۴۰ تنه لیلیه زده‌کوونکي زده‌کړې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS