د پوهنې وزارت لخوا د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۴:۱۲
65416

د پوهنې وزارت له لوري د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو د ۷۱۸ کادري بستونو ډکولو لپاره ډله ییزه رقابتي ازموینه، د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، ځینو مرکزي رئیسانو، مسئولینو او د ازموینې ګډې کمېټې په حضور کې واخیستل شوه.
د ازموینې په پرانیست غونډه کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق د خپلو خبرو پرمهال، د هېواد د نوي نسل په ښوونه او روزنه کې د مسئولیتونو په اداء کولو، پوره اخلاص، هلوځلو او ذهنیت جوړولو ټینګار وکړ او له علمي غړو څخه یې وغوښتل چې د پوهنیز کیفیت په پیاوړتیا کې هر ډول هڅې ونه سپموي. 
ورپسې د نصاب او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي څرګنده کړه چې له ازموینې یې بنسټیزه موخه د مسلکي کادرونو جذبول او د ښوونځیو په کچه د ښوونیز او روزنیز کیفیت لوړول دي.
په ورته مهال د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا رئیس محترم مولوي محمدابراهیم عمري وویل: "دغه ازموینه د پوهنې وزارت د رهبرۍ په ځانګړې لارښوونه د کارکوونکو چارو، د نصاب او ښوونکو مسلکي پراختیا لوی ریاستونو او د ښوونکي مسلکي پراختیا ریاست د مشترکې کمېټې له لوري په بشپړې روڼتیا ترسره شوه، چې د درېیو ورځو په جریان کې به یې پایلې په پوره شفافیت سره اعلان او وړ کسان به یادو بستونو ته وروپېژندل شي."
دغه راز نوموړي زیاته کړه چې د ښوونکو مسلکي پراختیا بستونو ته شاوخوا ۳۰۰۰کسانو نوملیکنه کړې وه، چې له ډلې یې۱۴۰۰ تنه د ذکرشوې ازموینې لپاره د شرایطو وړ وبلل شول او په پایله کې به یې  ۷۱۸ تنه د مرکز او ولایتونو کادري بستونو ته ورمعرفي شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS