د پوهنې وزارت مشرتابه له لوري د اصول صنفي دورې یو بااستعداده او ځیرک زده کوونکی تقدیر شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۲۱
251

د هرات ولایت اوسېدونکی او له ایران څخه بېرته راستون شوی زده‌کوونکی آریا محمدي، چې په حساب او ریاضیاتو کې د ځانګړي او عالي استعداد خاوند دی، نن د پوهنې وزارت محترم مشرتابه لخوا وستایل شو.
مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شول. ورپسې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین، محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، د زده‌کوونکي کورنۍ ته د هرکلي ترڅنګ، د آریا محمدي لپاره د لازمو تعلیمي اسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه.
نوموړي وویل چې د پوهنې وزارت به د دې استعداد لرونکي زده‌کوونکي د ستونزو په حل کې بشپړه همکاري کوي.
همداراز د استعدادونو د ارزونې رئیس محترم مفتی عبدالولي سداد، د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس، محترم مولوي اول‌ګل ایوبي، آریا محمدي وارزاوه او هغه یې په ریاضیاتو کې د یو پیاوړي استعداد څښتن وباله.
په پای کې یاد زده کوونکی د پوهنې وزارت مشرتابه لخوا په مادي او معنوي ډاليو تقدیر شو.
مراسم د هېواد د پرمختګ او د پوهنې د ودې لپاره په مبارکې دعائیې پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS