په سړو سیمو او ولایتونو کې د منځنۍ او ثانوي دورو کلنۍ ازموینې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۰:۲۵
یسبذزط

د پوهنې وزارت د تدریسي لایحې پر بنسټ، نن د لیندۍ/قوس میاشتې په لومړۍ نېټه، د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ام/ارتي او خصوصي ښوونځیو کلنۍ ازموینې په رسمي ډول پیل شوې.
په همدې مناسبت د  پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني،  نن د کابل ښار د څلورمې ښوونیزې ناحیې اړوند محمد عالم فیض‌زاد ښوونځي ته لاړ او د یاد ښوونځي د نصاب برخې سربېره یې د ښوونکو او زده‌کوونکو حاضري او د کلنیو ازموینو بهیر له نږدې وارزاوه.
په یاده کتنه کې د پوهنې وزارت محترم معین ټینګار وکړ چې ازموینه یوازې د نمرې ترلاسه کولو هدف نه دی، بلکې د زده‌کوونکي د شخصیت جوړولو، فکري پراختیا او د علم د ارزښت درکولو یوه مهمه مرحله ده، چې زده‌کوونکي یې د ژوند په هره برخه کې کارولی شي.
همدارنګه نوموړي د همدغه معینیت تر چتر لاندې ټولو رئیسانو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو په کابل ښار کې د کلنیو ازموینو په لومړۍ ورځ لږ تر لږه د ۲ بابه ښوونځیو د نصاب او ازموینې د تطبیق لړۍ له نږدې وارزوي او په اړه دې يې لنډ راپور وزارت ته راولېږي.
په ورته مهال د هېواد د سړو سیمو او ولایتونو د پوهنې ټولو رئیسانو او مسئولینو ته سپارښتنه شوې چې په خپلو اړوندو سیمو کې د ښوونځيو د کلنیو ازموینو بهیر او د نصاب تطبیق برخه له نږدې وڅاري او پایلې یې له مرکز سره شریکې کړي.
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین څرګنده کړه، چې د ښوونځیو مسئولین او ښوونکي باید په ازموینه کې عدالت، روڼتیا او د زده‌کوونکو سره د متوازن چلند اصول په بشپړه توګه مراعات کړي او زده‌کوونکي دې وهڅول شي، چې خپلې زده‌کړې یوازې د ازموینې لپاره نه، بلکې د اسلامي نظام د استحکام، خپل روښانه راتلونکي، د ټولنې او هېواد د خدمت په موخه تر لاسه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS