د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
شششششش

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو څخه لیدنه ترسره او د پوهنې ریاست له مسئولینو سره یې د ښوونیز او روزنیز وضعیت او د پوهنې وزارت د ملکیتونو مسایل وڅېړل.

نیمروز

د پوهنې یوې ملاتړې ادارې له لوري، د نیمروز ولایت د مرکز او ولسوالیو ښوونځیو لپاره د لومړي تر پنځم ټولګي پورې ۲۸۵۷۴ ټوکه کتابونه مرسته شوې، چې ارزښت یې ۱۲۲۷۸۵۰ افغانی دی.

کابل

د کابل ولایت په ده‌سبز ولسوالۍ کې د ښوونځیو د اصولو صنفي ښوونکو، حافظانو او استادانو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینار ترسره شو، چې ۱۲۰ ګډون‌وال پکې حاضر وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۳
Background image

د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د مرکزي زون د مسلکي پراختیا له غړو سره وکتل

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د مرکزي زون د ښوونکو د مسلکي پراختیا له غړو او اړوندو مسوولینو سره وکتل.
په ياده لیدنه کې د تدریسي چارو، ښوونیز وضعیت، روزنیزو برنامو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

په نیمروز کې د مسلکي وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه د ۴۵ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو په ګډون پیل شوه.
د دغې برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

په دایکنډي کې د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د دایکنډي ولایت په مرکز، نیلي ښار کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه د ۵۶ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ۲۶ تنو ښوونکو په ګډون پیل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS