په هلمند ولایت کې د مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۳۴
5165

د «اغېزمن تدریس او زده‌کړې» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی سیمینار د پوهنې وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا ریاست له لوري د هلمند ولایت د ۱۸ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره پیل شو.
د هلمند پوهنې ریاست مسئولینو په وینا، یاد سیمینار د ښوونکو د مسلکي کېدو لپاره خورا مهم دی، ځکه د دغه ولایت د ولسوالیو ښوونکي ورته علمي پروګرامونو ته جدي اړتیا لري.
مسئولینو زياته کړه چې په دې سیمینار کې ګډون‌والو ښوونکو ته د نويو تدريسي مهارتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۵۸
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس کندهار ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمیع‌الحق حماس د یو شمېر ودانیزو پروژو څخه د کتنې په موخه کندهار ولایت ته ورسېد.
 د یاد سفر بنسټیزه موخه، د پوهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۳۷
Background image

د کابل عالي مرکزي دارالحفاظ څخه ۱۵۳ تنه حافظان او طالب العمان فارغ شول

د کابل عالي مرکزي دارالحفاظ څخه ۱۵۳ تنه طالب‌العلمان او حافظان نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. دغه مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول.
د غونډې په پیل کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۳۳
Background image

د کابل ښار اړوند له حاجي چمن عالي اسلامي دارالعلوم څخه ۳۵ تنه طلاب فارغ شول

د کابل ښار په حاجي چمن عالي اسلامي دارالعلوم کې د ۳۵ تنو طلابو او حافظانو د فراغت مراسم، د پوهنې وزارت اسلامي زده‌کړو معینیت مسئولینو، د اسلامي ا/مارت لوړپوړو مېلمنو، علماءکرامو او. . .

BACK TO NEWS