په خوست ولایت کې د ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي لپاره احاطوي‌دېوال جوړول پیل شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۴:۴۵
541

د خوست ولایت مندوزیو ولسوالۍ د دیګانو عالي لېسې احاطوي‌دېوال بنسټ ډبره، د ځایي خلکو له لوري د ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د هغو مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه، چې د پوهنې چارواکو، علماءکرامو او مخورو شخصیتونو پکې ګډون درلود.
د یاد ولایت پوهنې چارواکو د پوهې ارزښت او د تعلیمي وضعیت په ښه‌والي کې د سالم او خوندي تعلیمي چاپېریال رول په اړه خبرې وکړې، او د علم‌پروره خلکو څخه یې د دېوال لګښت په ورکولو کې د هغوی له لوی سخاوت څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS