په کونړ ولایت کې د یو باب ښوونځي بیارغونې چارې پیل شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۸
xvzx

د کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ اړوند سونګلي لومړني ښوونځي د څلورو ټولګیو بیارغونې کارونه د ښوونیزې شورا او د سیمې د علم‌پالو خلکو په ګډه همکارۍ پیل شول.
د یادې ولسوالۍ پوهنې آمر د پوهنې په برخه کې د خلکو له ملاتړ څخه د ستاینې ترڅنګ زیاته کړه چې د پوهنې وزارت د هېواد بچیانو لپاره د متوازنو ښوونیزو او روزنیزو خدماتو پراختیا لپاره نه یوازې په مرکزونو بلکې په لېرې پرتو سیمو کې هم د مدارسو او ښوونځیو  جوړولو او بیارغولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS