د پوهنې ولایتي خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۲۲
acxzc

لغمان
د لغمان ولایت قرغه‌یې ولسوالۍ د مشه‌خېل لېسې لپاره د لمریز برېښنا سیسټم نصب شو. 
دغه سیسټم د یادې ولسوالۍ د یوه معارف‌پال اوسېدونکي له لوري د ۶۳ زره ۳۶۰ افغانیو په لګښت جوړ او فعال شوی دی.

هرات
د هرات ولایت پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه خصوصي علمي بنسټ په همکارۍ، د «لوېدیځ فکري او فرهنګي یرغل پر وړاندې د مسلمان ځوانانو ویښتابه» تر سرلیک لاندې ورکشاپ د څه باندې ۱۰۰ تنو زده‌کوونکو لپاره ترسره شو.
د دې ورکشاپ موخه د دیني ارزښتونو د ساتنې په برخه کې د مسلمانو ځوانانو د پوهاوي لوړول، د فکري او فرهنګي یرغل پر وړاندې علمي لارې چارې وړاندې کول او د مسئولیت‌پالنې روحیې پیاوړتیا وه.

دایکنډي
په دایکنډی ولایت کې د سوادزده‌کړې مسئولینو لپاره درې ورځنی روزنیز سیمینار د «سوادآموزۍ د ارزونې وړتیاوې» تر عنوان لاندې جوړ شو. 
په دې سیمینار کې د لویانو او هغو کسانو لپاره چې په لېرې پرتو سیمو کې له زده‌کړو محروم پاتې شوي، د سواد د ارزونې بهیر او طریقو په اړه روزنه ورکړل شوه.

ننګرهار
په ننګرهار ولایت کې له شاوخوا ۳۵۰ تنو هغو م/جاهدینو څخه چې له زده‌کړو پاتې وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د پوهنې مسئولینو په وینا، یاد کسان به د ازموینې له بشپړولو وروسته د اتم څخه تر یوولسم ټولګي پورې د ولایت په ښوونځیو کې شامل شي، ترڅو خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS