د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست او د امربالمعروف او نهی عن المنکر د تنفیذ کمېټې لخوا اصلاحي سیمینار جوړ شو 

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۹
تسایبنتزسی

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست او د امربالمعروف او نهی عن المنکر د تنفیذ کمېټې له لوري، د کابل ښار پوهنې رياست د غونډو په تالار کې د پوهنې د ١٢ رياستونو شاوخوا ١٠٠٠تنو کارکوونکو لپاره یو ورځنی اصلاحي او روزنیز سیمینار، د یاد وزارت د مقام دفتر لوى رٸيس محترم شيخ محمدطاٶوس طارق، د چارو ادارې لوى رياست د دعوت او ارشاد رٸيس شيخ بسم الله شاکر، د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري، آمرینو، علماءکرامو او ښوونکو په حضور کې ترسره شو.
ياد سیمینار د قرآن‌‌‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو; ورپسې د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوى رٸيس ګډون‌والو ته ښه راغلاست ووايه او د دعوت او ارشاد د نصاب د اهميت تشرېح کولو ترڅنګ يې، د لمانځه د اقامې په هکله پوهنې کارکوونکو ته تاثیرګذاره وینا وکړه او د منسوبينو دنده یې د ټولنې په هراړخیز پرمختګ کې تر ټولو مهمه وبلله.
همدارنګه د چارو ادارې لوى رياست د دعوت او ارشاد رٸيس د خپلې وينا په ترڅ کې، د امربالمعروف قانون توضېح کړ او ګډون‌والو یي په خپلو دندو کې لازیاتو هلوځلو ته وهڅول.
 یاده غونډه د پوهنې وزارت د دعوت اوارشاد محترم رئیس لخوا تر لنډې علمي وینا وروسته، په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۳۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ سره «د اغېزمنې ښوونې او روزنې وده» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د ننګرهار ولایت خوږیاڼولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۸۰ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت ودانۍ د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په رسمي ډول پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د یادې ولسوالۍ پوهنې کارکوونکو او د ښوونځیو د تعلیمي پرسونل په مالي مرسته پیل شوې وې، اوس د مسئولینو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د احاطوي دېوال جوړولو چارې پیل شوې

د غزني ولایت مرکز اړوند «د شهدای آرزو» ښوونځي احاطوي دېوال جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې.
یاده پروژه شاوخوا په یو جریب ځمکه کې پلې کېږي او لګښت یې نږدې یو میلیون. . .

BACK TO NEWS