د ۱۴۰۴ لمریز کال پرمهال په ټول هېواد کې له ۷۰۰ څخه د ډېرو تعلیمي او اداري مرکزونو ودانۍ ترمیم شوې دي
د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې رئیس محترم مولوي سمېعالحق حماس په وینا، د ۱۴۰۴ لمریز کال په اوږدو کې د مرکز او ولایتونو په کچه د پوهنې وزارت اړوند ۷۳۱ ترمیماتي پروژې بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې دي.
په دغو پروژو کې مدرسې، ښوونځي او اداري تاسیسات شامل دي، چې ټولیز ارزښت یې ۳۷۰ مېلیونه ۵۳۶ زره ۸۳۵ افغانۍ او ۲۵۲ زره ۳۸۶ امریکايي ډالره ښودل شوی دی.
د یادو شمېرو له جملې څخه یې ۴۵۵ پروژې د پوهنې وزارت له عادي بودیجې او پاتې ۲۷۶ پروژې د همکارو بنسټونو له لوري تمویل شوې دي.
پوهنې وزارت ژمن دی چې د ملک په کچه د وطن بچیانو ته متوازنې تعلیمي اسانتیاوې برابرې او په دې برخه کې د علمپالو هېوادوالو له مادي او معنوي ملاتړ هرکلی کوي.
