د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې رئیس بلخ ولایت ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې رئیس، محترم مولوي سمیع الحق حماس د افغانستان اسلامي ا/مارت د عاليقدر رهبرۍ د لارښوونو پلي کولو په موخه د پروژو او نورو ودانيزو او ترمیمي چارو څارنې لپاره بلخ ولایت ته رسمي سفر وکړ.
یاد پلاوي لومړی د بلخ ولایت له پوهنې رئیس او مشرتابه سره وکتل او د خپل سفر د موخو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه یې د دیني مدارسو جوړولو لپاره د ځمکې برابرولو، د ساختماني او ترمیماتي پروژو د تطبیق څرنګوالي، د معارف د املاکو د شخړو حل او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه يې خبرې او بحثونه ترسره کړل٠
وروسته د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې رئیس د پوهنې ریاست مسئولینو په ملتیا د فهیم بلال مدرسې، د ابوذر غفاري مدرسې او د ابوهریره (رضی الله عنه) مرکزي دارالایتام څخه لیدنه وکړه او په ځینو ځانګړو مواردو کې یې لازمې لارښوونې او مشورې وړاندې کړې.
