د مرکز او ولایتونو په ښوونیزو مرکزونو کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۳۸
54151

د تعلیمي بنسټونو په انګړونو کې د شنو ساحو رامنځته کولو په موخه، چې بې له شکه د زده‌کوونکو د رواني آرامتیا سبب ګرځي او د زده‌کړې بهیر پیاوړی کوي، اوس د پسرلي موسم په رارسېدلو سره د ملک په ټولو مدارسو او ښوونځيو کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شوی دی.
د ولایتونو د پوهنې ریاستونو له راپورونو سره سم، په دغه کمپاین کې د زده‌کوونکو او د پوهنې نورو کارکوونکو ترڅنګ، د سیمې اوسېدونکو او اړوندو ا/مارتي ادارو هم برخه اخیستې ده.
 هغوی د مېوه‌لرونکو او زینتي نیالګیو په ډالۍ کولو سره د تعلیمي مرکزونو د شنو ساحو په جوړولو کې د پوهنې له ریاستونو سره همکاري کړې او دغه مرستې لا هم روانې دي.
د پوهنې رئیسانو او مسئولینو د سالم چاپېریال ساتنې، د ناروغیو ـ په ځانګړي ډول د ساري او مضره ناروغیو ـ د مخنیوي او همدارنګه د زده‌کړې په بهیر کې د شنو تعلیمي ساحو د اغېزو په اړه د خبرو پر مهال د خلکو او د هېواد د رسمي بنسټونو له مرستو مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۸:۴۹
Background image

آغاز ترمیم و بازساز ی یک مکتب در ولایت پکتیکا

کار ترمیم ۶ اتاق درسی قبلی و ساخت ۳ صنف درسی جدید،  مکتب متوسطه حضرت بلال (رضی‌الله‌عنه) در ولسوالی بکخیل ولایت پکتیکا به هزینه ۶۰۰ هزار افغانی از حمایت مالی مردم محل آغاز شد.

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۸:۴۷
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونکو د مسلکي وړتیا لوړونې غونډه پیل شوه

د کابل ښار د ښوونځیو ۲۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي ظرفیت لوړونې دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه.
د کابل ښار د پوهنې رئیس محترم مولوي حسیب‌الله صاحبزاده په وینا، یاده غونډه د ښوونکو د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۸:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته د درسي توکو وېش لړۍ پیل شوه

د ننګرهار ولایت د ۲۲ ولسوالیو د ښوونځیو زده‌کوونکو ته د یوه ملاتړ کوونکي بنسټ په مالي مرسته د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو وېش لړۍ پیل شوه.
په دغو توکو کې د ښوونځي بکسونه، کتابچې،. . .

BACK TO NEWS