په لغمان ولایت کې د ښوونکو لپاره «د اغېزمن تدریس» مسلکي ورکشاپ جوړ شو
د لغمان ولایت مهترلام ښار اړوند د ۱۴بابه ښوونځیو ښوونکو لپاره د «اغېزمن تدریس» تر سرلیک لاندې درې ورځنی ورکشاپ، د ښوونکو د مسلکي پراختیا علمي غړو له لوري، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ پیل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسٸولینو په وینا، په دغه ورکشاپ کې د ماشوم ارواپوهنه، د تدریس میتودولوژي، درسي مرستندویه وسایل، د درسونو د عملي تدریس لپاره د چاپېریال له اضافي موادو څخه استفاده او زدهکوونکو ته د درس د اغېزمن او معیاري لېږد طریقې ښوول کېږي.
