د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۱
5456

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د تنویر فکري او کلتوري ادارې سره په همغږۍ، د صدیقي ښوونیز مرکز زده‌کوونکو ته علمي، دعوتي او اصلاحي سیمینار ترسره کړ.
دغه سیمینار د ۱۴۰۵ ل کال د وري/ حمل میاشتې په ۱۵مه نېټه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مشاور محترم مولوي عبدالحق حماد له لوري وړاندې شو، چې د ګډون‌والو له تود هرکلي سره مخامخ شو.
همدارنګه، د محراب‌الدین عالي امارتي لېسې د ښوونکو ستونزې واورېدل شوې او د حل په موخه یې اړینې سپارښتنې وشوې.
د راپور پر بنسټ، د دعوت او ارشاد ریاست څارنیز ټیم د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم  د کابل ښار له نوید روښان، اقراء، القلم، عطار او کارا ښوونیزو مرکزونو څخه هراړخیزه څارنه وکړه او په یاده هره تعلیمي اداره کې یې یو تن مبلغ هم وټاکه.
 د یادې څارنې پر مهال د درسي نصاب ارزونه وشوه، د ناسمو انځورونو او نامناسبو جملو د لېرې کولو ترڅنګ، زده‌کوونکو ته اصلاحي او ارشادي ویناوې هم وړاندې شوې.
په همدې حال کې د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د پوهنې وزارت کارکوونکو ته د الله تعالی د عبادت، اطاعت او د «نبوي صلی الله علیه وسلم» اخلاقو په اړه مهمې سپارښتنې وکړې او د هغوی دیني او شرعي پوښتنو ته یې د حنفي فقې په رڼا کې ځوابونه وړاندې کړل.
دغه راز، د پوهنې وزارت له ولایتي ریاستونو ترلاسه شوي معلومات ښيي، د دعوت او ارشاد مسؤلینو په ټولو ولایتونو کې د نصاب د تدریس ترڅنګ اصلاحي بیانونه او اصلاحاتي پروګرامونه په منظمه توګه تطبیق کړي، چې پایلې یې مثبتې ارزول شوې دي، چې د دعوت په سپېڅلې لاره کې دغه هڅې د کارکوونکو د دیني پوهې پیاوړتیا، د نصاب د ښه تطبیق او اصلاحاتي پروګرامونو د اغېزمنتیا څرګندې نښې بلل کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS