*د ولایتونو د ساینس مرکزونو اړوندو عمومي مدیریتونو د ۴۰ خالي بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه*

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۰:۵۴
5454

د پوهنې وزارت له لوري د ولایتونو د ساینس مرکزونو اړوندو عمومي مدیریتونو د ۴۰ خالي بستونو لپاره رقابتي ازموینه، د یاد وزارت ساینس مرکز په تالار کې واخیستل شوه.
دغه ازموینه چې د روڼتیا، وړتیا او مسلکیتوب د تأمین په موخه ترسره شوه، پکې له بېلابېلو ولایتونو څخه ٢٧٨ تنو د شرایطو وړ نوماندانو ګډون کړی و او د ازموینې بهیر د پوهنې وزارت د اړوندو مسئولینو او تخنیکي کمېټو تر څارنې لاندې په منظم او شفاف ډول ترسره شو.
د پوهنې وزارت مسئولینو د ازموینې له بهیر څخه د لیدنې پر مهال وویل چې، د ساینس مرکزونو د فعالیتونو پیاوړتیا، د زده‌کوونکو علمي وړتیاوو لوړولو او د نوښتګر چاپېریال رامنځته کولو لپاره د مسلکي او وړ کادرونو ګمارنه اړینه ده، چې همدې موخې ته د رسېدو لپاره دغه رقابتي ازموینه واخیستل شوه.
همدارنګه چارواکو زیاته کړه، چې د ازموینې پایلې به د ټاکل شویو اصولو او مقرراتو له مخې ارزول کېږي او بریالي نوماندان به د شفاف بهیر له بشپړېدو وروسته اړوندو بستونو ته وروپېژندل شي.
د یادونې وړ ده، چې د ساینس مرکزونه د زده‌کوونکو د علمي وړتیاوو د ودې، عملي تجربو، نوښتونو او ساینسي کړنو پراختیا لپاره مهم رول لري او د دغو مرکزونو د چارو د لا ښه تنظیم په موخه د وړ او مسلکي مدیرانو ګمارنه د پوهنې وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS