بدخشان ولایت کې د شاوخوا ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ کېښودل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۴۹
سیبل

د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ په کاسه‌تراش کلي کې د کاسه‌تراش لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ښوونځی چې د کلي د اوسېدونکو په مالي لګښت د شاوخوا دوه میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي، شپږ درسي خونې او نور اړین تاسیسات به ولري.
تر دې وړاندې د سیمې د پوهنې مینه والو اوسېدونکو د یاد ښوونځي جوړولو لپاره شاوخوا ۵ جریبه ځمکه ځانګړې کړې وه او د بدخشان ولایت پوهنې ریاست ته یې سپارلې وه، ترڅو د ښوونځي د ودانۍ لپاره ترې استفاده وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ «انوارالعلوم» دیني مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د سیمې علم‌پروره خلکو په ملاتړ د دوه میلیونه افغانیو لګښت سره کېښودل شوه.
د لوګر پوهنې مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې له عالي کمال‌خېل لېسې سره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۹ عدده سپینې تختې مرسته شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغو تختو مالي ارزښت شاوخوا ۱۳۵۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د مرکزي ودانۍ اړوند مرکز ګرمۍ لپاره د ۱۱ قلمه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون. . .

BACK TO NEWS