په غزني ولایت کې د یوې دیني مدرسې جوړولو لپاره له ۲ جریبو څخه زیاته ځمکه وقف شوه
د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند د ویس قرني په نوم دیني مدرسې جوړولو لپاره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۲ جریبه او ۶۳۲ متره مربع ځمکه وقف شوې ده.
د پوهنې وزارت مشرتابه د غزني ولایت د خلکو له مادي او معنوي ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د هېواد د تعلیمي نظام پیاوړتیا لپاره د خلکو دا ډول همکارۍ ډېرې مهمې او ارزښتناکې دي او د ښوونیزو بنسټونو د لا پیاوړتیا لامل ګرځي.
