په زابل ولایت کې یو باب ښوونځي لپاره احاطوي دېوال جوړولو کارونه پیل شول

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۹:۲۵
قثفثص

د زابل ولایت سیوري ولسوالۍ اړوند د بدین کلي د ښوونځي احاطوي دېوال بنسټ ډبره، پوهنې مسوولینو او د سیمې د قومي مشرانو په حضور کې کېښودل شوه.
د سیوري ولسوالۍ پوهنې آمر د دې پروژې د پیل په مراسمو کې وویل چې د احاطوي دېوال او اړوندو چارو ټول لګښت شاوخوا ۶۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې مالي تمویل یې د یوه همکار بنسټ له لوري ترسره کېږي.
نوموړي زیاته کړه: د سیمې اوسېدونکو هم د همدغه ښوونځي لپاره دوه جریبه ځمکه وقف کړې ده، چې دا کار د معارف د پراختیا په برخه کې د خلکو د ونډې څرګندونه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې یوه ښوونځي لپاره مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند امام باقر لېسې لپاره د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د زده‌کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ پېرل شوې دي.

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

په هرات ولایت کې د دوو ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستل شوې

د هرات ولایت کشک رباط‌سنګي ولسوالۍ د نجونو او چپل‌قل ښوونځيو نوې ودانۍ د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، یو شمېر دیني علماءکرامو، قومي مشرانو او د یادې ولسوالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۱۹
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د یاد ریاست څارنیزو ټیمونو د کابل ښار په ۶۵ بابه امارتي او خصوصي تعلیمي مرکزونو کې د تدریسي بهیر هر اړخیزه څارنه ترسره کړه. 
همدارنګه، په همدې اوونۍ کې د کابل، هرات، ننګرهار، هلمند،. . .

BACK TO NEWS