د لوګر ولایت په مرکز کې یوباب ښوونځي لپاره کمپیوټرخونه جوړه شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۴۲
sfdaf

د لوګر ولایت د پل علم ښار صلاح‌الدین ایوبي منځني ښوونځي لپاره د کمپیوټر یو عملي ټولګی جوړ او پرانیستل شو، چې په عصري تخنیکي وسایلو سمبال دی.
یاد ټولګی د پوهنې وزارت په همغږۍ او د یوهمکار بنسټ په مالي ملاتړ فعال شوی، چې شاوخوا ۳۱۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
په دې برخه کې ۱۵ پایې ډېسک‌ټاپ کمپیوټرونه، یوه برېښنایي تخته، ۳۰ مېزونه او څوکۍ او نور اړوند وسایل شامل دي، چې په فعالېدو سره به زده‌کوونکو ته د کمپیوټر عملي زده‌کړې زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې تېر کال هم د پوهنې وزارت لخوا د همدې ښوونځي لپاره یوه عصري او مجهزه ودانۍ د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې وه، چې اوس د زده‌کوونکو له لوري ترې استفاده کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې یوه ښوونځي لپاره مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند امام باقر لېسې لپاره د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د زده‌کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ پېرل شوې دي.

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

په هرات ولایت کې د دوو ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستل شوې

د هرات ولایت کشک رباط‌سنګي ولسوالۍ د نجونو او چپل‌قل ښوونځيو نوې ودانۍ د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، یو شمېر دیني علماءکرامو، قومي مشرانو او د یادې ولسوالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۱۹
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د یاد ریاست څارنیزو ټیمونو د کابل ښار په ۶۵ بابه امارتي او خصوصي تعلیمي مرکزونو کې د تدریسي بهیر هر اړخیزه څارنه ترسره کړه. 
همدارنګه، په همدې اوونۍ کې د کابل، هرات، ننګرهار، هلمند،. . .

BACK TO NEWS