د لوګر ولایت ښوونځیو ته ازمیښتوني توکي توزېع شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۱:۳۷
65152

د لوګر ولایت ۱۱۷ بابه ښوونځیو ته ښوونیز ازمیښتوني توکي او مواد ووېشل شول.
وېشل شوي وسایل او مواد چې شاوخوا ۷۰۰ زره افغانۍ ارزښت لري، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه برابر شوي دي، چې پکې د هر ښوونځي لپاره د ساینسي او ریاضي مضمونونو اړوند ۲۵ قلمه اړین ازمیښتوني وسایل او مواد شامل دي.
د لوګر ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، دا مهال د یاد ولایت ۱۵۲ بابه ښوونځي فعال او مجهز ازمیښتونونه لري، چې د ساینسي مضمونونو عملي زده‌کړو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.
د چارواکو په خبره، هره ورځ سلګونه تنه زده‌کوونکي په پورته ذکر شویو ازمیشتونونو کې په عملي زده‌کړو بوخت وي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې یو ښوونځی ترميم شو

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند سقاؤه لومړني ښوونځي د ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې وې، د ۵۶ زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
یاد ښوونځی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د علمي څېړنو او تدارکاتو نوي رئیسان رسماً معرفي شول

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، د ياد وزارت د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست د نوي رئیس او د علمي څېړنو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې یوه ښوونځي لپاره مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند امام باقر لېسې لپاره د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د زده‌کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ پېرل شوې دي.

BACK TO NEWS