د پوهنې وزارت او افغان پست اما/رتي شرکت ترمنځ د دوه اړخيزو همکاریو هوکړه‌لیک لاسليک شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۴۳
tyurt

د ملک په سطحه ښوونکو ته د لا زياتو اسانتياوو برابرولو په موخه د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست او افغان پست اما/رتي شرکت ترمنځ د دوه اړخيزو همکاریو هوکړه‌لیک لاسليک شو.
ياد هوکړه لیک د پوهنې وزارت په استازيتوب د کارکوونکو چارو د لوی رئیس مولوي جنت‌ګل عزیز او د افغان پست ادارې په استازيتوب د همدغه شرکت اجرائیه رئیس مولوي رحمت‌الله مکي لخوا لاسلیک شو.
په پیل کې د افغان پست اجرائیه رئیس د یادې پروسې د منځپانګې په هکله د معلوماتو په ترڅ کې وویل: د دغه هوکړه لیک پر اساس افغان پست شرکت ژمن دی، چې د ښوونکو لپاره د هغوی د اسنادو په لېږد او طی مراحل کولو کې اړین تسهیلات برابر کړي.
نوموړي زیاته کړه چې د ملک په سطحه هر ښوونکی کولای شي، خپل اسناد د اداري پروسو په موخه افغان پست ته وسپاري او دغه شرکت به د هغوی ټول اسناد پر ټاکلي وخت د اداري پروسو څخه په خورا چټکه او شفافه بڼه تېر او هغوی ته به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
ورپسې د پوهنې وزارت دمقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاووس طارق د یاد هوکړه‌لیک په اړه د خوښۍ ترڅنګ وویل: پوهنې وزارت اراده لري، ترڅو ښوونکو ته په ټولو اړوندو تدریسي او اداري برخو کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې.
همدارنګه نوموړي له مسئولینو وغوښتل چې ښوونکو ته د لازیاتو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې په بشپړ اخلاص کار وکړي.
د غونډې پر مهال د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس د ښوونکو لپاره د اړینو تسهیلاتو برابرولو په هکله تفصیلي خبرې وکړې او څرګنده یې کړه: د دغه هوکړه‌لیک بنسټزه موخه په شفاف او چټک ډول د ښوونکو د اسنادو لېږد، طی مراحل کول، د هغوی د وخت له ضایع کېدو او یو شمېر نورو ستونزو څخه مخنیوی دی.
غونډه په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې یو ښوونځی ترميم شو

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند سقاؤه لومړني ښوونځي د ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې وې، د ۵۶ زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
یاد ښوونځی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د علمي څېړنو او تدارکاتو نوي رئیسان رسماً معرفي شول

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، د ياد وزارت د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست د نوي رئیس او د علمي څېړنو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې یوه ښوونځي لپاره مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند امام باقر لېسې لپاره د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د زده‌کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ پېرل شوې دي.

BACK TO NEWS