د جوزجان ولایت د روږدو په ۵۰ بستریز روغتون کې د سواد زده‌کړې ټولګی جوړ شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۳۶
لذنپذد

د ښوونيزو خدمتونو پراختیا او زده‌کړو ته د ټولو وګړو د لاسرسي په موخه، د جوزجان ولایت پوهنې ریاست له لوري د شبرغان ښار د روږدو په ۵۰ بستریز روغتون کې د سواد زده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعل‌جان راشد، د ټولنې په ټولو برخو کې د زده‌کړو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «د روږدو کسانو په ۵۰ بستریز روغتون کې د سواد زده‌کړې ټولګي جوړول د بې‌سوادۍ پر وړاندې د مبارزې او هغو کسانو ته د زده‌کړو د فرصتونو برابرولو په برخه کې یو مهم ګام دی، چې د بېلابېلو لاملونو له امله د زده‌کړو له نعمته محروم پاتې شوي دي.»

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې یو ښوونځی ترميم شو

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند سقاؤه لومړني ښوونځي د ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې وې، د ۵۶ زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
یاد ښوونځی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د علمي څېړنو او تدارکاتو نوي رئیسان رسماً معرفي شول

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، د ياد وزارت د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست د نوي رئیس او د علمي څېړنو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې یوه ښوونځي لپاره مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند امام باقر لېسې لپاره د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د زده‌کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ پېرل شوې دي.

BACK TO NEWS