په هلمند ولایت کې له ۲ بابه ښوونځیو سره څه د پاسه ۱۸۰ قلمه لابراتواري توکو مرسته وشوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۹
5646

د هلمند ولایت له ۲ بابه ښوونځیو سره د سیمه‌ییزعلم‌پرور شخصیت وکیل محمد خان له لوري ټولټال د ۱۸۱ قلمه لابراتواري توکو مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د نوموړي شخص له مرستې څخه د مننې ترڅنګ وویل:« د دغو لابراتواري توکو ټولیز ارزښت له ۱۸۱ زره افغانیو څخه زیات اټکل شوی دی، چې په مرسته به یې زده‌کوونکو ته د درسي مضمونونو د عملي تجربو ترسره کولو زمینه برابره شي».

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS