په ننګرهار ولایت کې له ۳۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه
د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست لخوا، له۳۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه او په پلان کې ده چې یاد ماشومان به تر تثبیت وروسته د ښوونځیو له اووم څخه تر یوولسم ټولګیو کې جذب شي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم شیخ محمد شریف حلیمي وویل چې دغه ازموینه ملک ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونې په موخه اخیستل شوې، ترڅو هر زدهکوونکی د علمي وړتیا له مخې، په مناسب ټولګي کې شامل او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
