په تخار کې د پوهنې اداري کارکوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې روزنیز پروګرام پیل شو
د تخار ولایت پوهنې ریاست د دیني مدارسو، ښوونځیو او مرکزي هستې۴۸۰ تنو اداري کارکوونکو لپاره د مسلکي ظرفیت لوړونې روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.
دغه روزنیز ورکشاپ د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري جوړ شوی، چې ګډونوالو ته پکې د ادارې، پلان جوړونې، راپور لیکنې، د ارزونې کړنلاره او مکتوبونو په برخو کې روزنه ورکول کېږي.
