په میدان وردګ کې د یوه دارالعلوم لپاره د اوبو څاه وکیندل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۱۸
5456

د میدان وردګ ولایت مرکز اړوند الفتح دارالعلوم لپاره د څښاک پاکو اوبو د اړتیا پوره کولو په موخه، د علم‌پال شخصیت محترم قاري سمیع‌الله محمدي له لوري د ۶۰ زره افغانیو په لګښت د ۱۲۰ مترو په ژوروالي  د اوبو یو حلقه څاه وکیندل شو.
د یاد څاه په کیندلو سره به د زده‌کوونکو او ښوونکو د اوبو اړتیاوې پوره او هغوی ته به اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS