په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي لپاره درسي کتابونه وپېرل شول
د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند کریم شهید عالي لېسې لپاره، د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا غړو له لوري ۱۰۰۰ ټوکه درسي کتابونه د ۳۵ زره او ۷۴۰ افغانیو په لګښت ترپېرلو وروسته د زدهکوونکو په واک کې ورکړل شول.
