د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
555

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له وزیر او ورسره مل پلاوي څخه د تود هرکلي ترڅنګ، د هغوی سفر د پوهنیز وضعیت لا ښې ارزونې او ښوونیزو چارو پیاوړتیا لپاره مهم وباله.
د دغې ناستې او کتنې اصلي موخه په هلمند ولایت کې د ښوونې او روزنې د عمومي وضعیت ارزونه او د ښوونیز بهیر لا پیاوړتیا لپاره د شته ستونزو او اړتیاوو په اړه بحث کول وو.
همدارنګه د پوهنې وزیر د پوهنیز بهیر په برخه کې د هلمند ولایت مقام له همکاریو او ترسره شویو کړنو څخه مننه او قدرداني وکړه او له دغه مقام څخه یې وغوښتل چې د پوهنې په برخه کې د همکاریو او لا ډېرو ملاتړونو ترڅنګ، د ښوونیزو بنسټونو د اړتیاوو حل لپاره لازم اقدامات او همغږي لا پراخه کړي.
د یادونې وړ ده چې د پوهنې وزیر هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له یو شمېر دیني مدارسو، ښوونځیو او نورو ښوونیزو بنسټونو څخه لیدنه کړې او ټاکل شوې چې د دغه سفر په دوام له یو شمېر نورو تعلیمي مرکزونو څخه هم کتنه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS